تازه خبرونه

حکومت د ۲۰۰ میلیون دالرو هڅوونکې مرستې ډاډ تر لاسه کړی

Published

on

نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیون امریکایی ډالرو پر ارزښت د هڅوونکې مرستې نوې بسته منظور کړې.

د مالیې وزارت مسوولینو ویلي؛  د مرسته شویو ډالرو نوې بستې ډیره برخه به د ملي  بودجې د ملاتړ تر څنګ له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هم ولګول شی، چې د افغانستان حکومت ته د نړیوال بانک لخوا د یوه ځانګړي پروسیجر له مخې تر سره کیږي او هغه به د مالیې وزارت او نړیوال بانک د مسوولینو  ترمنځ جوړ شي.

د مالیې وزارت په وینا؛ دغه د ۲۰۰ میلیون ډالرو هڅوونکې مرسته د افغانستان حکومت ته په  اختیاري  ډول ورکول کیږي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ویلي: دا ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته له افغانستان سره نوې هڅوونکې بسته ده، چې د نړیوال بانک لخوا له افغانستان حکومت سره تر سره کیږي او زیاته برخه به ېې د ملي بودجې له لارې په اختیاري توګه حکومت پخپلو لومړیتوبونو ولګوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا بسته په روان میلادي کال کې د منظورۍ په موخه د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ ته وړاندې شوې وه، چې اوس حکومت کولی شي ترلاسه یې کړي. 

د اقتصادې چارو کارپوهانو ویلي؛ د کرونا له کبله د هېواد اقتصادي ماشین له ستونزو سره مخ شوی او د نړیوال بانک د نويو او پخوانیو مالي مرستو مدیریت افغانستان ته ډېر ارزښتمن دی.

د اقتصادي چارو کارپوه کمال الدین کاکړ وایي: د نړیوال بانک په ګډون په ډېر شمېرنړیوالو مالي بنستونو له افغانستان سره مالي مرستې کړي؛ هیله مو له حکومته داده، چې د فساد د مخنیوي لپاره د مرستو د لګښت مدیرت ته ارزښتمن پلانونه جوړ کړي.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ که مالیې وزارت د مرستو په لګښت کې له شفافیت کار وانخلې، ښایي هېواد مو له مالي بحران سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version