تازه خبرونه

د افغانستان د وګړیو شمېر نږدې ۳۳ میلیون اټکل شوی- مرکزي احصائیه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۲, ۱۳۹۹)

د مرکزي احصائې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په روان لمریز کال کې د افغانستان د وګړیو شمېر نږدې ۳۳ میلیون اټکل شوی دی.

دوی دا هم په ډاګه کړې، چې د تېر کال په تناسب د هېواد وګړي څه باندې اووه سوه زره زیات شوي دي. د مرکزي احصائې د راپور له مخې، یو اویا سلنه وګړي په کلیو کې او پاتې نور په ښارونو کې ژوند کوي. دغه راز د کوچیانو شمېر هم یو نیم میلیون ښودل شوی، چې څلوراعشاریه شپږ سلنه کیږي.

په دې راپور کې له ۱۵ کلونو ټیټ عمره کسانو شمېر ۱۵نیم میلیون ښودل شوی دی.

د ملي احصائې او معلوماتو ادارې ویانده روبینا شهابي وایي، د دغو وګړیو یو پنځوس سلنه نرینه دي، چې له ۲۳ میلیون ډېر یې په کلیو کې ژوند کوي.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د نفوسو ۱۶ میلیون او اته سوه زره نرینه او ۱۶ میلیون او سل زره ښځینه دي.

 د نرینه وو نفوس له ښځینه وو څه باندې یوه سلنه ډېر دی.

د مرکزي احصائې په راپور کې په ډاګه شوې، چې د هېواد د نفوسو څه باندې څلور پنځوس سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د نفوسو له ډېریدو سره بېوزلي هم پراختیا مومي.

ټولنپوه عبدالقیوم سجادي وایي، وړاندې شوې احصائيه له تخنیکي ستونزو سره مخ ده.

خلک وایي؛ پرلپسې جګړو له حکومت دا موقع اخیستې، چې د طالبانو په تر واک لاندې سیمو کې خلک وشمېري.

Trending

Exit mobile version