تازه خبرونه

کندهار زراعتي لابراتوار ګټې اخيستني ته وسپارل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۹, ۱۳۹۹)

په کندهار کي د باغونو او زراغتی محصولاتو د تشخيص او درملني لابراتوار جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل شو.

د دې ولايت د کرني مسؤلين وايي دا چي په کندهار کي ٩٥ سلنه خلک په کرهڼه بوخت دي نو اړتیا وه چي د ناروغيو د تشخيص او درملني څانګه هم ولري.

ددې ولايت د کرني رياست د ترويج مدير وايي چي دغه لابراتوار  د کرني د يوه متخصص ډاکټر له خوا په خپل شخصي مالي لګښت جوړ شوى دى چي د کرني په برخه کي کار کوي.

هغه وايي کندهار يو کرنيز ولايت دى او ډيرى اوسيدونکي يې په کرنه بوخت دي چي د دې لابراتوار په واسطه به وکولى شي د کرنيزو محصولاتو کيفيت لوړ او پراخ کړي.

د دې لابراتوار د پرانيستني پر محال ولايتي ادارې هم ژمنه وکړه چي د کرني په برخه کي هر څوک اساسي کار پيل کړي دوى به يې ملاتړ کوي او زمينه به ورته برابروي .

آغا لالى دستګيري، په ټولنيزو چاروکي د کندهار د والي مرستيال، هم د دغه کار هرکلې کړې او وایي چې دا به د کرنیزو تولیداتو په برخه کې ډېر موثریت رامنځته کړي.

د دې لابراتوار مسؤلين وايي چي د دې لابراتوار ټول اړين تخنيکي وسايل يې له امريکا، کاناډا، چين او هند هيوادونو څخه راوړي دي چي تر دې وروسته به په دې لابراتوار کي د ځمکو د لابراتوار کولو تر څنګ د هغو مرضونو تشخيص او درملنه هم کوي چي باغ لرونکي ورسره مخ وو.

په ورته وخت کي باغ لرونکي وايي چي له تيرو څو لسيزو را پديخوا په دې ولايت کي په باغدارۍ بوخت دي خو د زياتو افتونو او مرضونو له امله هر کال د ګټي پر ځاى زيان کوي ، چي دا لابراتوار به د دوى د کرنيزو محصولاتو په برخه کي مثبت بدلون را ولي .

د دې ولايت د کرني مسؤلين وايي که د کرني په برخه کي دغه ډول اساسي پانګونه وشي نو د دې ولايت محصولات به په نړيوالو بازارونو کي په نړيوال معيار وړاندي کړي چي دا به له يوې خوا د کرونده ګرو پر اقتصاد مثبته اغيزه وکړي، له بلي خوا به هغه تشه ډکه شي چي دولت يې په خپلو امکاناتو د پوره کولو توان نلري.

Trending

Exit mobile version