تازه خبرونه

اختر مسخره له کرونا ویروسه ومړ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان هنري څېره فقیر نبي په ۶۷ کلنۍ کې له کرونا ویروسه ومړ.

د ارواښاد نبي کورنۍ ویلي: ارواښاد له څو ورځو راپدیخوا له کرونا ناروغۍ کړیده او نن یې له غرمې مخکې د کابل ښار د افغان جاپان په روغتون کې ساه ورکړه.

ارواښاد فقیر نبي د ۱۹۸۱،۱۹۷۸ او ۲۰۱۶ کلونو په سیاموی و جلالي، اختر مسخره او دوست فلمونو کې د پوره شهرت پړاو ته رسیدلی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس له کتل شویو ۹۳۲ شکمنو پېښو څخه ۲۷۶ یې مثبتې ثبت شوې دي. 

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ۸ ناروغان مړه شوي او ۱۳۲ نور رغیدلي دي.

له دې سره په ټول هېواد کې ۶۸۳ کسان مړه شوي او ۱۰۳۰۶ نور رغیدلي دي.

همدارنګه ویل کیږي، چې په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۰۴۵۱ ته رسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version