تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او د تګراتګ لارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي
نوموړي د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د خپل ګوند د ولسي غونډې پر مهال ویلي، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د تګراتګ دروازو تړل کېدا د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر اقتصادي ژوند منفي اغېز کړی دی.
د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مرکزي صدر ایمل ولي خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګراتګ د لارو د ژر تر ژره بیا پرانیستل کېدا غوښتنه کړې او څرګندوي، د دغو لارو تړل کېدا د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته خلک او سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د خپل ګوند د ولسي غونډې پر مهال ویلي، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د تګراتګ دروازو تړل کېدا د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر اقتصادي ژوند منفي اغېز کړی دی.
ایمل ولي خان ټینګار کړی، د پښتون میشتو سیمو؛ چمن، باجوړ، مومندو، وزیرستانونو او چترال ترمنځ سوداګریزې او د تګراتګ لارې باید بېرته پرانیستل شي او د خلکو کاري فرصتونه باید له سیاسي اختلافونو سره ونه تړل شي.
هغه زیاته کړې، د فرضي کرښې دواړو غاړو ته میشت خلک د سوداګرۍ او تګراتګ حق لري او پاکستاني چارواکي باید د دغو حقونو د خوندي کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر دا هم ویلي، چې د لارو تړل کېدا د خلکو اقتصادي وضعیت خرابوي او د دې ستونزې حل باید د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره لومړیتوب ولري.