بلخ @ps
نږدې ۱۰۰۰ کوترې د دانې کموالي له کبله مړې شوي دي – بلخ
د مزار شریف ښار کې د روضې په زیارت کې نږدې زر کوترې د دانې کموالي له کبله تلف شوي دي.
کرونا وبا نه یواځې چې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې مزار شریف ښار کې یې د روضې کوترو دانه هم پرې کمه کړې، ځکه چې خلک دې ځای ته نه ورځي.
سپینې کوترې چې د آزادي پیبغام رسوي، په مزار شریف ښار کې د هر چا سترګې پرې لګیږي. له کرونا مخکې هره ورځ روضې ته زرګونه کسان ورتلل، او له کوترو یې د لیدنې تر څنګ کوترو ته دانې اچولې.
درې میاشتې کیږي چې د کرونا وبا پراختیا دې ځای ته ورتګ بند کړی دی. همدې چارې د کوترو ژوند له ګواښ سره مخخ کړی، ځکه کوترې دانې نه لري.
د مزار شریف ځینې اوسېدونکي د کرونا وبا له پیلېدو سره سم پر ورځ درې بورۍ غنم او جوار کوترو ته اچوي، وایي، که نور خلک او حکومت دې برخه کې پام ونه کړي، د کوترو حالت به نور هم خراب شي.
د زیارت مسوولین وایي، د روان حالت په اړه یې له سیمه ییزو چارواکو او د ارشا، حج او اوقافو وزارت له مسوولینو سره خبره شریکه کړې، خو تر اوسه یې څېړنه نه ده شوې.
دوي له سوداګرو او خلکو غواړي چې د نورو کوترو د تلف کېدو مخنیوی وکړي.
د کوترو کره شمېره نشته، خو مسوولین وایي، شمېر یې له لس زرو ډېر دی.