تازه خبرونه

ترمپ په افغانستان کې د امریکایي پوځيانو له شتون سره مخالف دی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۶, ۱۳۹۹)

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په خپل کتاب کې لیکلي، چې دونالد ترمپ د یو شمېر دلایلو پر بنسټ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون مخالف دی. 

[هغه خونه، چې دا پېښې په کې وشوېThe Room where it happened ] دا د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتن د کتاب نوم دی، چې په دې وروستیو کې یې په امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې بېلابېل غبرګونونه غبرګونونه راپارولي دي.

هغه د ولسمشریزو کمپاینونو پر مهال په کړیو ژمنو وفا کول او په افغانستان کې د امریکا د پوځي او اقتصادي مرستو ناسم مدیریت او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ترمپ د مخالفت مهم لاملونه یاد کړي دي.

ښاغلي بولتن دغه راز د ترمپ په حواله لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکا د مالیه ورکوونکیو د مرستو تالاترغۍ کیدلو په اړه د سیګار بربنډتیا د شرم وړ ده.

د دې کتاب دوه څپرکي، چې ټول څوارلس پاڼې کیږي د افغانستان په اړه د ترمپ ادارې لیدلوریو ته ځانګړي شوي دي. 

د کتاب په یوه برخه کې راغلي: ترمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د تلپاتي شتون مخالف دی او دا دوه دلیله لري: لومړی، هغه د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د بې پایه جګړو تر سرلیک لاندې خپله مبارزه پيل کړې وه او دوه یم، د امنیتي او اقتصادي مرستو پرلپسې ناسم مدیریت په غصه کړی و.

بولتن د دې کتاب په یوه بله برخه کې لیکلي، چې د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د ترمپ، امنیتي وزیرانو، بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د سي ای اې رییس او د پوځ لوی درستیز په ګډون یوه ناسته وشوه. د دې ناستې له منځه پر شویو خبرو راڅرخیدلي او لیکلي یې دي چې: ترمپ ژر پيل وکړ او په ډاګه یې کړه مونږ په افغانستان کې له ماتې سره مخ یو او طالبان پوهیږي، چې مونږ ته ماتې راکوي. ورپسې یې په افغانستان کې د امریکا د مرستو څار بنسټ (سیګار) پر کړنو، چې د امریکا د مالیه ورکوونکیو فوق العاده محرم مسایل د راپورونو په بڼه مستند او وړاندې کوي؛ خبرې وکړې څرګندوي: فکر کوم، چې دا مسایل سم دي؛ خو شرم دی، چې دا شیان عمومي کوي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دې کتاب له لیکلو او خپرولو مخکې هڅه وکړه، چې مخه یې ونیسي؛ خو بریالی نشو. 

تېره ورځ د بولتن لخوا لیکل شوي مسایل د امریکا د محرمو اسنادو او څرګندونو بربنډتیا ونومول شوه او ویل شوي، چې بولتن یې باید یوازې ګوښه کړی نه وای، بلکې زندان ته یې استولی وای.

Trending

Exit mobile version