تازه خبرونه

د سولې خبرو پیل او پر مخ بیولو لپاره یې اوربند اړین دی- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۳۹۹)

د پخلاینې عالي شورا مشر که څه هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره کره نېټه نه ښیي؛ خو وایي، په  دې اړه پرمختګونه شوي او د حکومت مرکچي پلاوی هره شېبه له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی او د دې بهیر پیل د دواړو لوریو رښتینې هڅې غواړي.

له ۱۲ ورځو وروسته د پخلاینې عالي شورا د مشر په توګه عبدالله عبدالله په اختر کې درې ورځنی اوربند او د دواړو خواوو له لوري د بندیانو خلاصون د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره ګټور ګامونه بولي او د سیمې له هېوادونو غواړي، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.

نوموړی که څه هم له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د افغان دولت د پلاوي له چمتووالي خبر ورکوي؛ خو ټینګار کوي، چې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې د دواړو لوریو له هڅو سره تړلې دي.

دا په دسې حال کې ده، چې د حکومت لخوا د سلګونه طالب بندیانو له خلاصون وروسته دا دی په کابل کې د طالبانو او حکومت د تخینکي ډلو خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره هم د تړلیو دروازو تر شا روانې دي ، چې له افغان حکومت سره د تبادلې پر مسالې کار وکړي.

Trending

Exit mobile version