سیمه ییز خبرونه
د چین ولسمشر شي د سعودي له ولیعهد سره په خبرو کې د سعودي او ایران له اړیکو ملاتړ څرګند کړ
(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۲)
د چین دولتي رسنۍ CCTV څرګنده کړې، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د سعودي عربستان له ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان آل سعود سره تیلیفوني خبرې کړي او د سعودي عربستان او ایران له اړیکو یې د ملاتړ په ګډون هر اړخیزې خبرې کړې دي.
شي جين پينګ د سې شنبې پر ورځ ويلي؛ هيله من دی، چې دواړه خواوې به د خبرو اترو د پايلو پر بنسټ خپلې اړيکې ښې کړي.
شي په دې وروستیو کې د منځني ختیځ د سیالانو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو لپاره منځګړیتوب کړی دی.
د رويترز د راپور له مخې؛ شي جين پينګ د چين او سعودي عربستان د اړيکو د ټينګښت او پرمختګ په دوام وويل، دواړه هېوادونه به د خپلو اصلي ګټو په اړه له يو بل ملاتړ وکړي.
شي جين پينګ ويلي، چين او سعودي عربستان به په منځني ختيځ کې د سولې، ثبات او پراختیا رامنځته کولو لپاره نورې زياتې مرستې وکړي.