تازه خبرونه
په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۳۶۵۹ ته ورسیدې
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۹۵۸ شکمنې پېښې ثبت شوي، چې ۶۲۳ یې مثبتې او ډېرې یې په کابل کې ثبت دي.
په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کیدونکیو شمېر ورځ تر بلې د لوړیدو په حال کې دی؛ په کابل کې ۲۷۱، په هرات کې ۱۷۹، په ننګرهار کې ۶۷، په بلخ کې ۲۳، په خوست کې ۱۸، په لغمان کې ۱۳، په پروان کې ۱۰، په بدخشان کې ۱۰، په پکتیکا کې ۹، په بامیان ک ې ۹، په پکتیا کې۷، په لوګر کې۳، په تخار کې ۲ او په کونړ او دایکندي ولایتونو کې یوه یوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۱۲۵۹ کسان رغیدلي او ۲۴۶ نور مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس له کبله ۱۱ کسان مړه شوي او ۵۰ نور له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي ديد عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې اړوند وضعیت خراب شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي، چې که خلک روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي وضعیت به نور هم خراب؛ ځکه اوس له څارنې وتلی او په دې اړه د قرنطین نوې طرحه چمتو شوې، چې د شنبې پر ورځ به حکومت ته وړاندې شي.
د دغې طرحې له مخې؛ ښار به بیا قرنطین شي او په پړاویزه توګه به تر څارنې لاندې وي. په داسې حال کې، چې له اختر مخکې له کرونا ویروس سره د مبارزې کمیټې د ښاري محدودیتونو طرحه کابینې ته وړاندې کړې او تصویب شوې هم ده.
دا په داسې حال کې، چې په ځینو ولایتونو لکه کندهار کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوارونه غیرفعال شوي او زرګونه سمپلونه له کتلو پاتې دي.
