تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو ډېریدو اندېښنې راپورته کړي

Published

on

په افغانستان کې د کرونا ویروس چټکه خوریدنه ټکان ورکوونکې ده او عامې روغتیا وزارت ویلي؛ که  روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه ونکړو، هېواد به له لوی ناورین سره مخ شي.

 د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې، په تېرو څلیریشت ګړیو کې یوولس سوه اته شپېته بېلګې کتل شوي، چې ۵۴۵ یې مثبتې را وتلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحبد الله مجروح زیاته کړې؛ د کرونا ویروس له دې پېښو سره د ټولو مثبتو هغو شمېر۱۵۷۵۰ ته رسیدلی، چې په همدومره وخت کې ترې ۸ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د کرونا کنټرولولو لپاره د خلکو همکاري اړینه او له دې حالت څخه د وتو یوازنۍ لار بولي او خبرداری ورکوي که روغتیایي سپارښتنې رعایت نشي؛ هېواد به له لوی ناورین سره مخ کړو.

کرونا ویروس د نورې نړۍ په څیر افغانستان هم ځپلی او زیاترو خلکو، چې اقتصادي ستونزې یې درلودې؛ د کرونا له اړخه لګیدلو محدویتونو یې ژوند نور هم تریخ کړ. که څه هم د عامې روغتیا وزارت له خلکو څخه په بیا بیا غوښتي، چې په کورونو کې پاتې او روغتیایي سپارښتنې عملي کړي؛ خو د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې ډېر خلک پر ټولنیزو کارونو اخته تر سترګو کیږي.

Trending

Exit mobile version