تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر۲۱۴۵۹ ته لوړ شو

Published

on

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو د وېرې کچه لوړه شوې او اوس یې هم شمېر له هغې ډېر لوړ دی، چې دوی یې خپروي.

که څه هم، چې په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر هره ورځ د لوړیدو په حال کې دی؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۱۲۳۰ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۵۴۲ یې مثبتې دي، چې له دې سره د ټولو اخته کسانو شمېر په هېواد کې ۲۱۴۵۹ ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال وحید الله مجروح زیاته کړې:  په تېرو ۲۴ ګړیو کې مو ۱۵ هېوادوال له کرونا ناروغې مړه شوي او ۴۸۰ نور ترې رغیدلي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د تست د وړتیاوو د کمیدو له کبله دوی ندي توانیدلي، چې پرکرونا ویروس د اخته کسانو رښتینی شمېر وښیي.

په ټولیزه توګه تراوسه په ټول هېواد کې ۳۸۴ کسانو د کرونا ویروس له کبله ژوند له لاسه ورکړی او۲۶۵۱ ۲ ترې روغ شوي دي.

 

Trending

Exit mobile version