تازه خبرونه
د ارواښاد یوسف غضنفر مړی خاورو ته وسپارل شو
د اقتصاد او تجارت په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر له کرونا ویروسه ومړ.
ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ د ارواښاد غضنفر مړینه هېواد او نظام ته یوه ستره ضایعه ده او زیاته دوي، چې هغه هېواد ته د خدمت ډېرې کارنامې تر شاه پریښي.
د ارواښاد مړی د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته ولیږدول شو او د یوشمېر حکومتي چارواکو په حضور د مبارکې روضي په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.
ارګ زیاته کړې؛ ارواښاد حلیم، خیرغوښتونکی او ملتپال شخصیت و او تل د افغانستان د ودې، پراختیا او پرمختګ په هڅه کې و.
د سوداګرۍ خونې هم د ارواښاد یوسف غضنفر هڅې او کارنامې د هېواد اقتصادي ودې او پراختیا ارزښتمنې بولي او ستاینه یې کوي.
ارواښاد غضنفر پر کرونا له اخته کیدو وروسته په ترکیه کې تر درملنې لاندې و او له مړینې وروسته یې مړی د جمعې پر ورځ افغانستان ته راولیږدول شو.
— ارگ (@ARG_AFG) July 4, 2020
د ارواښاد د جنازې غایبانه لمونځ هم د ولسمشر غني په ګډون په ارګ کې ادا شو. په دې مراسمو کې ، چې ننه مازیګر تر سره شول؛ پر ولسمشر غني سربېره د ولسمشر لومړي مرستیال، یو شمېر وزیرانو، حکومتي مامورینو او د هېواد مشرانو برخه اخیستې وه.
ارواښاد محمد یوسف غضنفر د ترکیې د انقرې په یوه روغتون کې له کرونا ویروسه ساه ورکړې ده. روح یې یاد و ښاد اوسه!