تازه خبرونه

د  دیني عالم ډاکټر ایاز نیازي مړی پر ځانګړیو مراسمو خاورو ته وسپارل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۳۹۹)

د  افغانستان د وتلي دیني عالم ډاکټر ایاز نیازي مړی نن پر ځانګړیو مراسمو د وزیر محمد اکبرخان لوی جومات په انګړ کې، چې خطیب یې هم و؛ خاورو ته وسپارل شو.

 ایاز نیازی وړم ماښام په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې دننه په یوه چاودنه کې لومړی سخت ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

هو! هغه رسا غږ، نور د تل لپاره دغلته تر خاورو لاندې شو.

ایاز نیازی، چې د مصر په الازهر کې یې  دوه ماسترۍ او یوه ډاکټري تر لاسه کړې وې؛ نه یوازې یې په تلویزیوني بحثونو کې دیني لارښوونې کولې، بلکې د مرګ تر ګړۍ یې له ولسونه خبله پوه نه ده سپمولې.

د ارشاد، حج او اوقاقو وزارت چارسمبالی عبدالحکیم منیب دا پېښه د نورو دیني عالمانو لپاره د عطف ټکی بولي او وایي؛ دا پېښه په هر اړخیز ډول څېړل کیږي او د حقیقت موندنې د پلاوي مشري به هم زه پخپله کوم.

طالبانو دا پېښه غندلې او  لوی جنایت یې بولي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تازه پخپلې فیسبوک پاڼې څرګنده کړې، چې طالبان نشي کولی په لنډو جملو کې له دا راز پېښو ځان سپین ثابت کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ زیاتره هغه عالمان په افغانستان کې پر نښه کیږي، چې له پاکستان پرته نورو هېوادونو کې یې زدکړې کړې وي.

Trending

Exit mobile version