تازه خبرونه

د فیسبوک او تویتر ونډې ۷ سلنه راټیټې شوې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۹, ۱۳۹۹)

سي این این په ډاګه کړې؛ له هغې وروسته، چې د جمعې پر ورځ یونیلیور شرکت د راتلونکیو کلونو لپاره ټولنیزو رسنیو ته اعلانونه ورکول لغو اعلان کړل؛ د فیسبوک او تویتر ونډې ۷ سلنه راټیټې شوې. 

د یونیلیور شرکت په اعلامیه کې راغلي: په امریکا کې روانو حالاتو ته په کتو مونږ پرېکړه کړې، چې په ټولنیزو رسنیو کې د کال تر پایه اعلانونه لغو کړو. یعنې مونږ به خپل تبلیغات په اینستاګرام، تویتر او فیسبوک کې خپاره نکړو.

د دوی د څرګندونو له مخې: پدې وخت کې به تبلیغات د دغو سیستمونو له لارې خلکو او ټولنې ته ډېر ارزښت ونلري. سره له دې مونږ د اړتیا په صورت کې خپل اوسني وضعیت ګورو او بیا کتنه به پرې کیږي.

یاد شرکت ویلي؛ دې پرېکړې ته له هغې وروسته ورسیدو، چې په دې رسنیو کې له کرکې ډکې څرګندونې خپرې شوې.

د دغه شرکت اجرائیوي مشر لوئس دی کومو وال ستریت ژورنال ته ویلي؛ د ټاکنو لپاره روانو هڅو کرکې او بې تفاوتۍ ته زمینه برابره کړې او د مخنیوي لپاره یې دېر کار ته اړتیا ده.

Trending

Exit mobile version