تازه خبرونه

په بلخ کې پرهوایي برید د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي

Published

on

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د افغان هوایي ځواک پر برید د یوې کورنۍ ۴ کسان وژل شوي دي. 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ځواکونو د دې ولایت د بلخ ولسوالۍ د وزیرآباد په اړوند سیمه کې یو لړ هوایي بریدونه تر سره کړي، چې په کې د دوه ماشومانو، یوې میرمنې او یو نرینه په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ملکي وګړي ټپیان دي. 

د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې؛ د دغه هوایي برید موخه د وسلوالو طالبانو هغه ناسته وه، چې په کې ۲۵ وسلوال طالبان ووژل شول.

دغه چارواکي مني، چې په دې برید کې عامو وګړیو ته هم ځاني او مالي زیانونه رسیدلي دي.

د وزیرآباد د اړوند سیمې استوګنو د پنجشنبې پر سهار د دغو وژل شویو ۴ کسانو مړي د شبرغان ـ مزار لویې لارې ته راایستلي او دغه لار یې د ترافیکو پر مخ وتړله.

Trending

Exit mobile version