Connect with us

تازه خبرونه

سږکال په بلخ کې د میوو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي

خپور شوی

د

د بلخ د کرنې او مالداري ریاست مسوولینو ویلي، چې سږکال د تېرکال په پرتله د میوو په حاصلات کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ مشر محمد سالم ساعي ویلي؛ که څه هم بادونو، ږلۍ او بارانونو میوو او ونو ته  زیان رسولی؛ خو بیا هم د میوو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په بلخ کې پر درویشت زره هکتاره ځمکه بڼونه لرو، چې راز راز پالل شوې میوې ترې راټولیږي.

د بلخ د کرنې ریاست څرګنده کړې، کرونا ویروس بڼوالۍ ته هم زیان رسولی او حکومت نشي کولی میوې نورو هېوادونو ته صادرې کړي.

د بلخ ولایت بڼوال د سړخونو او مارکیټ نشتوالی د خپلو محصولاتو لپاره لویه ستونزه بولي او وایي؛ په بلخ کې د کرنې اوبه لږ دي؛ خو د مارکیټ او سړخونو د نشتوالي له کبله خپل حاصلات په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کوو.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست د څرګندونو له مخې؛ په دې ولایت کې د مڼو د ساتنې لپاره شل سړخونې لرو او ټاکل شوې، چې په نورو سیمو کې هم د سړخونو پر جوړولو کار پیل شي.

تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت په اسلام‌آباد کې رامنځته شوې چاودنه وغندله

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې‌ شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۱, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې رامنځته شوې چاودنه او د واڼه د اړوند سیمې پر یوه تعلیمي مرکز برید، چې په کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول؛ غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې‌ شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او قزاقستان بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ

په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.

Published

on

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان له بهرنیو چارو وزیر یرمک کوشریبایوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د وروستیو زلزلو له کبله د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو کابل ته د بشري ماموریت له لېږلو خبر ورکړ، چې ډاکټران، درمل او لومړنۍ اړتیاوې به په کې وي.

امیر خان متقي د افغانستان له خلکو سره د قزاقستان له پرله‌پسې مرستو او ملاتړ د ستاینې تر څنګ څرګنده کړه؛ سږ کال له قزاقستان څخه افغانستان ته د بشري مرستو دوه جوپې رالېږل شوي، چې ۳.۷ زره ټنه وزن لري.

دواړو خواوو د سوداګرۍ، بانکدارۍ، کانونو او ډیجیټل ټکنالوژیو په برخو کې د همکارۍ پر پراخولو ټینګار کړی او د سیاسي خبرو د دوام او د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د غیر عملي موضوعاتو پر راپورته کولو د استانبول خبرې بې پایلې کړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې پاکستان د غیر واقعي او غیر عملي مسلو پر راپورته کولو د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د استانبول درېیم پړاو مذاکرات بې پایلې کړل.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر شپه (د لړم نولسمه) یوه رسنیزه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په کابل کې میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي؛ پاکستان هڅه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان واچوي.

محمد نعیم زیاته کړې؛ دا چلند ښیي، چې د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ شته، چې نه غواړي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د مذاکراتو پر دوام او د متقابلې همغږۍ له لارې د ستونزو حل غواړي؛ خو د پاکستان داخلي ننګونې پر افغانستان تپل “غیر منطقي او د نه منلو وړ” ګڼي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!