تازه خبرونه

سږکال په بلخ کې د میوو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۳۹۹)

د بلخ د کرنې او مالداري ریاست مسوولینو ویلي، چې سږکال د تېرکال په پرتله د میوو په حاصلات کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ مشر محمد سالم ساعي ویلي؛ که څه هم بادونو، ږلۍ او بارانونو میوو او ونو ته  زیان رسولی؛ خو بیا هم د میوو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په بلخ کې پر درویشت زره هکتاره ځمکه بڼونه لرو، چې راز راز پالل شوې میوې ترې راټولیږي.

د بلخ د کرنې ریاست څرګنده کړې، کرونا ویروس بڼوالۍ ته هم زیان رسولی او حکومت نشي کولی میوې نورو هېوادونو ته صادرې کړي.

د بلخ ولایت بڼوال د سړخونو او مارکیټ نشتوالی د خپلو محصولاتو لپاره لویه ستونزه بولي او وایي؛ په بلخ کې د کرنې اوبه لږ دي؛ خو د مارکیټ او سړخونو د نشتوالي له کبله خپل حاصلات په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کوو.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست د څرګندونو له مخې؛ په دې ولایت کې د مڼو د ساتنې لپاره شل سړخونې لرو او ټاکل شوې، چې په نورو سیمو کې هم د سړخونو پر جوړولو کار پیل شي.

Trending

Exit mobile version