تازه خبرونه
غني ایران کې د افغانانو د سپرلۍ د سوځېدو پېښې پر څېړنه ټینګار وکړ
ولسمشر غني د ایران په یزد ولایت کې د افغان پناه غوښتوونکو د سپرلۍ ګاډي د سوځېدو پېښې د هراړخیزې څېړنې غوښتنه کړې.
ولسمشر غني نن د کابینې ناسته کې ویلي، د دواړو هېوادونو دیپلوماتیک لوري باید دا قضیه وڅیړي.
د کابینې ناسته د ولسمشر غني په خبرو پیل شوه، اشرف غني ویلي، د پېښې څرنګوالی باید کابل او تهران کې د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې تعقیب شي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په تهران کې افغان سفیر او د وزارت سیاسي برخې ته امر کړی چې له هر ډول قانوني اسنادو کار واخلي څو د پېښې عاملان عدالت ته را وکاږل شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د وزارت چارسمبالي تهران کې افغان سفیر او د وزارت سیاسي برخې ته امر کړی چې دا پېښه په جدي ډول وڅیړي؛ او له قانوني اسنادو کار واخلي، چې د پېښې پر عاملانو عدالت تطبیق شي.
ایراني چارواکو منلې چې ځواکونو یې په افغان وګړو ډزې کړي او دا پېښه څېړل کیږي. خو تر اوسه د پېښې د عاملانو د نیولو او پیژندلو خبره څرک نه لګیږي.
نعیم نظري، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړی، د افغانستان له ډیپلوماتیکو څانګو څخه غواړي څو دغه موضوع په جدیت سره وڅېړي.
په افغانستان کې د موټر سوځېدو پېښه او د یوه ټپي افغان لاسونو ته د زولنې عکس توند غبرګونونه پارولي دي.
په هلمند او ننګرهار ولایتونو کې خلکو لاریونونه وکړل او او له دولت څخه یې د عدالت غوښتنه کړې ده.
په غویي میاشت کې هم ادعا وشوه چې ایراني پوله ساتو ځواکونو نږدې پنځوس افغانان د هریروډ سیند ته ور غورځولي، چې ۱۲ تنه په کې مړه شوي.
افغان دولت ویلي، په دې پېښه کې یې د ایراني پوله ساتو د لاس لرولو اسناد تهران ته سپارلي، خو ایران بیا هم خپل پوله ساتي بې ګناه بولي.