Connect with us

تازه خبرونه

سبا پنجشنبه په کابل کې د دیني عالمانو او مخورو لویه غونډه جوړېدونکې ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: چنګاښ ۸, ۱۴۰۱)

د ريیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، چې سبا پنجشنبه به په کابل کې د دیني عالمانو، مخورو او سوداګرو لویه غونډه  جوړه او د هېواد پر مهمو مسایلو راوڅرخیږي.

د مولوي عبدالسلام حنفي د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به شاوخوا درې زره کسان ګډون وکړي، چې د ټولنې بېلابېلې بشري پوړۍ به په کې برخه ولري.

ټاکل شوې وه، چې دغه غونډه نن جوړه شوې وه؛ خو د تازه څرګندونو له مخې  غونډه  سباته وځنډېده. ویل کیږي، چې دا مهال د غونډې ګډونوال د غونډې ځای ته راروان دي او ټول ګډونوال به سبا کابل ته راورسيږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دې درې ورځنۍ غونډې ته کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

د هغه په وینا د هېواد په مهمو مسایلو د بحث لپاره د ګڼو کمېټو لپاره ټول تخنیکي چمتووالی نیول شوی دی.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون په انګړ کې د لویې غونډې خیمه به د پنجشنبې پر ورځ د دیني عالمانو، مخورو او سوداګرو د ۳۰۰۰ استازیو کوربه وي.

د لویې غونډې دغه تالار ته یو شمېر میلمانه وار د مخ را رسیدلي او غونډې ته چمتوالی یې اوس هم روان دی.

د اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او د غونډې په اړه یې خبریالانو ته اړوند معلومات وړاندې کړل.

د رییس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، چې دې غونډې ته ديني عالمان، مخور شخصيتونه او سوداګر رابلل شوي او پر مهمو موضوعاتو به خبرې وشي.

مولوي حنفي هیله من دی، چې دغه ناسته به د افغانستان د خلکو په ګټه پایلې ولري.

دا په تېرو لس میاشتو کې د اسلامي امارت تر ټولو لویه غونډه ده، چې په کې به د هېواد پر اړینو مسایلو بحث او خبرې وشي.

ویل کیږي، چې پدې غونډه کې به د اسلامي امارت مشرتابه هم ګډون وکړي.

 د غونډې جریان به د خبري رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه نه خپریږي او د غونډې جزئیات به پخپل وخت د اسلامي امارت د ویاندویانو لخوا له رسنیو سره شریک شي.

د افغانستان معاصر تاریخ د لسګونه لویو غونډو او جرګو د جوړېدو شاهد دی، چې په کې ځانګړې او مهمې سیاسي پرېکړې شوې دي.

لویه غونډه یا جرګه د افغانستان په سیاسي بهیر کې تاریخي او مهم ځای لري او تل د شخړو د اوارۍ، د ټولنیزو اصلاحاتو او د اساسي قانون د تصویب، د نظام جوړولو، ارزښتونو او ملي ویاړونو د خوندي کولو لپاره جوړې شوې دي.

لویې غونډې او جرګې له ۱۱۶۰ هجري سپوږمیز کال راپدیخوا پر بېلابېلو بڼو جوړې شوې دي.

د شخړو د حل لپاره د ځينو پرېکړو د تصويب په اړه د لویو غونډو او جرګو لاندې بېلګې لرو:

لومړۍ لویه غونډه یا جرګه پر ۱۱۶۰ هجري سپوږمیز کال په کندهار ولایت کې جوړه شوې؛ خو دمګړۍ د هغو جرګو په اړه خبرې څرګندونې لرو، چې په تېرو پېنځه لسیزو او د افغانستان د بې ثباتۍ په پېر کې جوړې شوې دي.

په ۱۳۵۲ هجري لمریز کال کې د سردار محمد داوودخان د جمهوريت له راتګ سره یوه غونډ یا جرګه راوبلل شوه، چې موخه یې د نوي اساسي قانون تصویب، د ولسمشر ټاکل او د ملي مشروعیت ترلاسه کول ول.

په ۱۳۶۴،۱۳۶۶ او ۱۳۶۸ لمریزو کلونو کې هم د خلق دیموکراتیک ګوند لخوا لویې غونډې یا جرګې جوړې شوي، چې موخه یې د سولې لپاره د خلکو د ملاتړ او د ملي پخلاینې د حکومت د بهرنیو او کورنیو سیاستونو تر لاسه کول، له مجاهدینو سره پخلاینه او د افغانستان د ستونزې سیاسي حل و.

سیاسي شنونکي نجیب الله جامع ویلي؛ د یادو غونډو او جرګو موخه د سولې لپاره د خلکو ملاتړ، د حکومت بهرنی او کورنی سیاست، ملي پخلاینه، او د افغانستان د ستونزې سیاسي حل و.

دغه راز بېړنۍ لویه غونډه یا جرګه هم د خلق دیموکراتیک ګوند او د هېواد له کورنیو جګړو لس کاله وروسته جوړه شوه.

د کابل بېړنۍ لویه غونډه یا جرګه په ۱۳۸۱ لمریز هجري کال کې جوړه شوه، چې یو زر و شپږ سوه غړي یې لرل او حامد کرزی یې د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکه. دې نوي سیاسي جوړښت د هېواد په سیاسي بهیر کې ستر بدلون رامنځته کړ.

له هغه وروسته په ۱۳۸۲ امریز کال کې د اساسي قانون لویه غونډه یا جرګه جوړه شوه او وروستۍ لویه غوږنډه یا جرګه هم د ۱۳۹۹ لمرذیز کال د زمري په میاشت کې د سولې مشورتي غونډه یا جرګه وه.

په کابل کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو راپدیخوا د نړیوالې ټولنې تر منځ د اړیکو د نشتوالي د اسلامي امارت لنډمهالی حکومت اړ کړ، چې د لویې غونډې یا جرګې له رابللو  سره د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت د طرحې او جوړولو لپاره لاره اواره کړي.

وګورو، چې د دیني عالمانو، مخورو او سوداګرو د استازیو دا لویه غونډه یا جرګه به اوسنیو هېوادنیو اړتیاوو ته څه ځواب ولري.

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!