تازه خبرونه

په بدخشان کې چادنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

په بدخشان ولایت کې د واده پر مراسمو لاسي بم چاودنې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناء الله روحاني آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه یوه نیمه بجه د دغه ولایت د مرکز فیض آباد د اوومې ناحیې د بتاش په کلي کې رامنځته شوې ده.

ثناء الله روحاني زیاته کړېو چې یوه ناڅرګند کس د مراسمو پر مهال لاسي بم وغورځاوه او پخپله پر تېښته بریالی شو.

نوموړي دا هم ویلي، چې د برید انګېزه تر دې دمه ناڅرګنده ده؛ خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

تر اوسه کومې ډلې یا فرد د برید مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version