تازه خبرونه

هرات ښاریانو د “الله اکبر” پر نارو پورته کولو له امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ

Published

on

د هرات زرګونه اوسیدونکیو تېره شپه (دوشنبه د زمري ۱۱) د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ څرګندولو لپاره “الله اکبر” نارې پورته کړې.

په هرات کې له تېرو څو اوونیو راپدیخوا د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو زور اخیستی او خلک اړ شوي، چې د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ خپلې اندېښنې په ډاګه او د روانې جګړې د درېدو غوښتنه وکړي.

پرون د ملي شورا په ګډه غونډه کې ولسمشر اشرف غني له استازیو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې خلک راپورته او د ولسي خوزښتونو رهبرۍ ته اوږه ورکړي.

غنی دا هم ویلي، چې له کابل څخه د نویو ځواکونو پر ورتګ د طالبانو پرمختګ درېدلی او د دې ډلې پر ضد چاڼیز عملیات روان ساتل شوي دي.

د اشرف غني له څرګندونو وروسته د هرات اوسیدونکیو د خپلو کورونو له بامونو او سړکونو څخه د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د “الله اکبر” نارې ووهلې.

د هرات د خلکو دغه شعار ته په نغوته کې ولسمشر اشرف غني څرګنده کړې:  د هرات د خلکو الله اکبر  ښیي، چې خلک د الله اکبر د مشروع  ویلو حق لري او طالب، چې څه کول غواړي؛ هغه جرم دی.

دغه راز پخواني جهادي مشر اسماعیل خان، چې په هرات کې د ولسي پاڅون مشري کوي؛ د دغه ولایت پر خلکو په ځانګړي توګه له ښځو غوښتي، چې د طالبانو پروړاندې ودریږي.

اسماعیل خان پدې اړه ویلي؛ دا د هرې میرمنې او د هرات د خلکو دنده ده، چې د ناپوهۍ له دې لښکر څخه ځانونه وژغوري. طالبان د پخوا په پرتله ډېر ناپوه او مغرور دي او که دوی له دې ناپوهۍ سره هرات ته راننوتلي وای؛ خلک به یې ډېر ځورولي او پښېمانه کړې وای، چې ولې یې پر وړاندې ونه درېدل.

د هرات والي عبدالصبور قانع ویلي، چې د هرات لویدیځه برخه هم د طالبانو له شتون پاکه شوې او امنیتي ځواکونه د ښار په سویلي برخه کې خپل عملیات روان ساتلي.

یو شمېر سرچینې آریانا نیوز ته تائیدوي، چې د هرات ښار په جنوب کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د افغانستان دفاع وزارت ويلي، چې په هرات ښار کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو په ګډو عملیاتو کې ۴۱ طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي او د هرات لویې سیمې د طالبانو له شتون پاکې شوې دي.

طالبانو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

همدارنګه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر هڅاندو یو کمپاین پیل کړی او له خلکو یې غوښتي، چې نن شپه دې په کابل کې د الله اکبر په ویلو د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان هم په دې اړه ټویت کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د الله اکبر پر ویلو خپل امنیتي ځواکونه ونازوي.

ټاکل شوې، چې د کابل اوسیدونکي نن شپه ۹ بجې د “الله اکبر” پر ویلو له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړي.

Trending

Exit mobile version