کوید۱۹

په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر او مړینه ډېره شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۳, ۱۴۰۰)

د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ په امریکا کې د جمعې پر ورځ پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۴۶ اعشاریه ۹۴ میلیون زیات شوی او د مړینې شمېر یې له ۷۶۱ زره ډېر دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې د جمعې پر ورځ په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر  ۴۶۹۴۳۶۸۱ پورته شو او د مړینې شمېر یې هم ۷۶۱۴۰۴ ته ورسید.

که څه هم د امریکا ورمونټ ایالت د واکسین کولو ترټولو لوړه کچه ښیي؛ خو پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په کې له نورو ایالتونو ډېرثبت شوی دی.

سرچینې زیاته کړې؛ په ورمونټ ایالت کې نږدې ۷۲ سلنه اوسیدونکي کرونا ضد واکسین شوي؛ خو بیا هم  په کې د تېرې اوونۍ تر سې شنبې پورې پر کرونا د اخته کسانو د شمېر ډېروالی ښودل شوی دی.

کارپوهانو ویلي؛ د کرونا ویروس نوي پړاو د سرراپورته کولو په حال کې دی؛ خو د خلکو ډېره برخه، چې واکسین شوې، په ډاډه زړه محدودیتونه او روغتیایي سپارښتنې په پام کې نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له کرونا څخه رامنځته شویو ستونزو ته د حل لارې لټوي؛ خو په یو شمېر ایالتونو په ځانګړي توګه د یوټا او ټکزاس ایالتونو کې روغتونونه اړوند تجهیزاتو ته د بسپنې غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version