تازه خبرونه

۳۸۹۵ طالب بندیان خوشې شوي او خپلمنځي خبرو ته چمتووالی لرو

Published

on

افغان حکومت ویلي، چې له خپلو زندانونو یې درې زره پېنځه نوي طالبان خوشې کړي او د سولې خبرو د پیل لپاره یې ټول اړین ګامونه اوچت کړي دي.

د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو لخوا د افغان حکومت او طالبانو لخوا د زندانیانو پر خوشې کولو له ټينګار وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي؛ ۳۸۹۵ طالب بندیان یې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره خوشې کړي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي: تر دې دمه ۳۸۹۵ طالب بندیان خوشې شوي؛ خو طالبانو خپلمنځي خبرو ته د زمینې برابرولو پر لوري کوم ډاډمن ګام ندی پورته کړی.

دا پاتې طالب زندانیان هغه دي، چې په مرګونو بریدونو کې په لاس لرلو ګرم پېژندل شوي دي.

طالبانو هم ویلي، چې نږدې شپږ سوه افغان سرتېري او دولتي کسان خوشې شوي دي. 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین نن شنبه ویلي، چې په بدخشان ولایت کې ۳۴ حکومتي بندیان خوشې شوي دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې حکومت د پاتې ۱۰۰۰ طالب زندانیانو له خوشې کولو سره مخالفت ښيي، چې دا کار به د سولې خبرې ځنډنۍ کړي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وایي: نړیواله ټولنه هڅه کوي، چې حکومت او طالبان قانع او ډادمن کړي.

د ملي امنیت شورا دفتر ويلي، چې طالبانو بریدونه ډېر کړي دي.

د دغې شورا د معلوماتو له مخې؛ تېره اوونۍ په څوارلس ولایتونو کې یویشت ولسي وګړي وژل شوي او دېرش نور ټپیان دي.

په غزني کې یو پوځي افسر ویلي: ځواکونه مو په لوړه روحیه د طالبانو د بریدونو پر وړاندې دریدلي دي.

د غرني اوسیدونکي وحید الله نومي ویلي: هره ورځ جګړه ده؛ په کورنو کې قرنطین شوي یو او له کورونو وتلی نشو.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړې، چې په یو اړخیز ډول د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتولو ناهیلي کړي او روان وضعیت د سولې د خبرو لپاره زیان اړوونکی دی. 

د ولسمشرویاند صدیق صدیقي وایي: په خواشینۍ، چې اورکم نه منلو د سولې بهیر زیانمن کړی دی. 

له دې ټولو سره – سره تمه ده، چې په راتلونکیو څو اوونیو کې به د افغانانو خپلمنيځي خبرې پیل شي؛ خو دا، چې د خبرو له پیل مخکې به ټاکل شوي بندیان د دواړو خواوو لخوا خوشې شي او که نه! وخت به یې وښیي.

Trending

Exit mobile version