لوبی
په آسیا ملتــونو جام کې افغـــانستان جـــاپـــان تـــه خپله څلورمه لوبه وبایلله
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د جاپان پر وړاندې د ۲۰۲۶ آسیا جام څلورمه لوبه ۶ پر صفر وبایلله او له سیالۍ څخه ووت.
دا د ۲۰۲۶ آسیا جام په نیمه پایلوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه وه.
په لومړۍ نیمایي کې سره له بریالیو هڅو افغان لوبډله پر ګول وهلو بریالۍ نشوه او لوبه د جاپان پر ګټه د یو ګول پر ورکولو پای ته ورسېده.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې که څه هم د هېواد فوټسال لوبډلې لوبغاړو ښه روحیه لرله؛ خو بیا هم جاپان ته پر ګول وهلو بریالي نشول.
په دې لوبه کې د جاپان فوټسال لوبډلې لوبغاړي وتوانېدل، چې د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل.
د دغو سیالیو په درېیمه لوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د ایران لهخوا ۵ پر ۲ مغلوبه شوه.
د یادونې ده، چې افغانستان خپلې دوه لوبې ګټلې وې؛ سعودي عربستان ته یې ۳ پر صفر او مالیزیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړ شوې دي.