تازه خبرونه

د افغانستان د سولې لوبغاړیو د خپلمنځي خبرو د پیل غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان په سوله کې ښکېلو خواوو؛ امریکا، روسیې، پاکستان او چین د افغانانو خپلمنځي خبرو د پیلېدو لپاره د روانو هڅو د چټکولو غوښتنه وکړه.

 د افغانستان لپاره د دې هېوادونو استازیو په یوه وډیوي ناسته کې د بندیانو پر تبادلې او د افغانانو خپلمنځي خبرو په ژر پیلېدو مشورې وکړې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، د افغانانو خپلمنځي خبرو د پیل لپاره لومړني ګامونه پورته شوي دي.

د اروپایي ټولنې پلاوي او د بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو استازیو په کابل کې يوه ګډا څرګندونه کړې  او له حکومت او طالبانو یې غوښتي، چې ښځو ته دې د سولې بهیر په جوړ ښت کې رغنده رول ورکړشي.

دغه راز په دې ګډه څرګندونه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په ژر پیلېدو هم ټینګار شوی دی.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، افغان دولت به له اورکم او اوربند وروسته له  طالبانو سره اوربند وکړي.

له دې مخکې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړیو څرګنده کړې وه، چې ټاکل شوې د جون پر ۱۵ یعنې ۱۱ ورځې وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

د افغانستان د سولې مطالعاتو د انستیوت مشر خلیل ساپي ویلي، د ۵۰۰۰  طالب بندیانو له خلاصون پرته به د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل نشي.

د ملي امنیت شورا د څرګندونو له مخې، حکومت تر اوسه دوه زره اووه سوه لس بندیان آزاد کړي او اوس د بندیانو هغه نوملړ تر کتنې لاندې دی، چې طالبان یې باید خوشې کړي.

د یادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا دواړو خواوو د بندیانو د خوشې کولو بهیر درولی؛ خو داسې ښکاري، چې د حکومت او طالبانو له پوره ۶۰۰۰ بندیانو له خوشې کولو سره خپلمنځي خبرې بشپړ تړاو لري.

Trending

Exit mobile version