تازه خبرونه
افغانستان هغه ادعا رد کړه، چې هند له پاکستانیو طالبانو ملاتړ کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا ادعا ردوي، چې هند د افغانستان په خاوره کې له پاکستانیو طالبانو ملاتړ کوي.
د کابل – اسلام آباد او هند دیپلوماتیکې ناندرۍ د مخالفو وسلوالو ډلو د فعالیت پرڅرنګوالي له هغې وروسته بیا تازه شوې، چې هند په سیمه کې د ترهګرو د ځالو پر شتون ټینګار څرګند کړ او پاکستان ادعا وکړه، چې هند په افغانستان کې له پاکستانيو طالبانو ملاتړ کوي او له هغو څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي.
د پاکستان په باور، هند په افغانستان کې د حالاتو په ګډوډولو کې پوره لاس لري؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي؛ هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډ هېوادونو پر ضد وکارول شي. له دې مخکې هم هند او پاکستان یو او بل په افغانستان کې پر بې ثباتي تورن کړي وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي څرګندوي، چې: هند د پاکستان له تورنولو سره غواړي د افغانستان په خاوره کې د پاکستانيو طالبانو له ملاتړه پام بلې خوا ته واړوي. په حقیقت کې هند غواړي، چې د افغانستان د سولې بهیر ګډوډ شي.
کابل د غو خبرو ته کلک غبرګون وښود او بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان دا ادعا رد کړه او ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه وکارول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکول کیږي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد کار واخیستل شي. د سیمې له هېوادونو هم غواړو، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري وکړي او رغنده رول ولوبوي. په افغانستان کې دایمي سوله په دې معنا ده، چې ترهګرې ډلې ونه کړای شي سیمې ته ګواښ رامنځته کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی د افغانستان په تړاو د هند له سیاست ملاتړ کوي او وایي، نوي ډیلي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په هڅو کې ښه رول لوبولی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي: له طالبانو سره په تعامل کې د نوي ډیلي سیاست په ځانګړي توګه د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره په وروستیو هڅو کې او د طالبانو هڅوول فعالې، قانوني او سیاسي ډلې ته؛ ګټور و.
دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا د افغانستان د سولې ځانګړی استازی خلیلزاد تېره ورځ د سیمې هېوادونو ته په سفر را وتلي او له بلې خوا د ځینو راپورونو له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته د نورو جنګي ډلو نښې نښانې هم لیدل شوي او حکومت وایي، پاکستان یې مستقیم ملاتړ کوي؛ خو پاکستان ویلي، د افغانستان د سولې په هڅو کې یې کلیدي رول لوبولی دی.