تازه خبرونه

په افغانستان کې د رسنیو ډېر کارکوونکي پر کرونا اخته دي

Published

on

د بې سرحده  خبریالانو ټولنې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له خوریدو راپدیخوا د دې هېواد د رسنیو څه نا څه ۷۰  کارکوونکي پر کرونا ویروس اخته شوی دي.

یادې ټولنې د رسنیو مسلکي کارکوونکي ( د مړینې نوملړ ته څه له بریدونو او څه هم د کرونا له ډګره ورزیاتیږي ) تر سرلیک لاندې ګزارش خپور کړی، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له خوریدو راپدیخوا د دې هېواد د رسنیو څه نا څه ۷۰  کارکوونکي پر کرونا ویروس اخته ښودل شوي دي.

دې راپور دا هم په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې تر دې دمه پر کرونا اخته د رسنیو دوه کارکوونکيو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خبریالانو دې ټولنې ویلي، چې د آریانا نیوز او آریانا تلویزیونونو ډریور سلیمان یوسفي او د ننګرهار ملي رادیو ټلویزیون خبریال نصیر احمد ساپی د رسنیو هغه کارکوونکی دي، چې له دې ویروسه یې خپل خواږه ځانونه له لاسه ورکړی دي.

دغه راز د بې سرحده خبریالانو ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې پر کرونا اخته خبریالان نه د درملنې او نه هم له مالي امکاناتو برخمن دي.

Trending

Exit mobile version