تازه خبرونه
د آزادو سیالیو افغان اتل احمد ولي هوتک ټپي شوی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د آزادو سیالیو افغان اتل احمد ولي هوتک تېره شپه د کابل ښار د نوې کارتې په سیمه کې د ناڅرګندو کسانو تر برید لاندې راغلی دی.
ویل کیږي، چې ناڅرګندو وسلوالو لومړی پر سوکانو وهلی او بیا یې پرې د چړو ګوزارونه کړي دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې ښاغلي هوتک له خپل روسیي سیال سره د سیالۍ چمتوالی نیوه، چې کورته پر لاره پرې برید شوی دی.
د المپیک ملي کمیتې مسوولینو ویلي، چې هوتک د سر او خېټې په برخو کې پر چړو وهل شوی او اوس د کابل ښار په ایمرجنسي روغتون کې تر څارنې لاندې دی.
ویل کیږي، چې د نوموړي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ندی.
تر دې دمه د نوموړي د وهلو علت ناڅرګنده دی او پولیسو هم په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.