تازه خبرونه
د آذربایجان او افغانستان ولسمشرانو پر دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې
ولسمشرۍ څرګنده کړې، چې محمد اشرف غني آذربایجان ته د خپل سفر پر مهال د باکو نړیوالې ناستې په څنډه کې نن غرمه د دغه هېواد له ولسمشرالهام علي اوف سره وکتل.
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو، ترانسپورت او کانونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر الهام علي اوف په تېرو څو کلونو کې د آذربایجان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، زمونږ اړیکې چې ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې دي او مونږ ترې هرکلی کوو.
نوموړي د کانونو په برخه کې ښو ظرفیتونو او له افغانستان څخه د میوو او سابو واردولو ته په نغوته کې وویل، د آذربایجان او افغانستان پلاوي به پدې اړه د ګډ کار په پایله کې د عمل پلان ترتیب او پلی کړي.
جمهد ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکات او د لاجورد لارې په پرانسته کې د آذربایجان فعاله همکاري او ونډه وستایله او وایي، چې افغانستان به د نفت او ګازو د پېرلو لپاره له آذربایجان سره د دولت په دولت تړونونه لاسلیک کړي.
نوموي زیاته کړې، د ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې د رامنځته شویو آسانتیاوو له کبله صادرات او واردات آسانه شوي او افغانستان د کرنې، انرژۍ، کور او سرک جوړولو په برخو کې د پانګونې ظرفیت لري.
ولسمشر غني دا هم ویلي، چې د افغانستان او آذربایجان پلاوي به له افغانستان څخه د مرمرو ډبرو، وچو او تازه میوو، سابو او کچالو د صادرولو په برخه کې یوه بسته د لېږد لپاره چمتو او عملي کړي.
محمداشرف غني دغه راز نظامي ګنجوي د آذربایجان او افغانستان ګډه فرهنګي پانګه وبلله او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته یې د نوموړي په مناسبت د سمینار جوړولو لارښوونه وکړه.
هغه ویلي؛ مونږ به د تخنیکي زدکړو لپاره نور محصلین هم آذربایجان ته راولېږو.
همدارنګه د دواړو ولسمشرانو په حضور کې د افغانستان او آذربایجان هېوادونو اړوند استازیو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، فرهنګ او اورګاډي پټلیو په برخو کې د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لاسلیک شوي هوکړه لیکونه به په دواړو هېوادونو کې د ګټورو او ډاډ وړ عامه خدماتو، مفکورو، معلوماتو، مهارتونو او تجربو شریکولو او د پانګونې د ودې او پراختیا او ګډې سوداګرۍ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.
د فرهنګي همکاریو هوکړه لیکونه به د دواړو هېوادونو او ملتونو د نږدیوالي او همغږۍ لامل شي او د یو او بل د درک ترڅنګ به په دواړو په هېوادونو کې فرهنګي بنسټونو او شخصیتونو ته د فرهنګي فعالیت آسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ هوکړه لیک به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړوند برخه کې د دوه اړخیزو تخنیکي همکاریو پراختیا، پانګونې، د دولتي او خصوصي سکتور د مشارکت زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې نظامي ګنجوي مرکز، د باکو په نړیواله ناسته کې افغان ولسمشر اشرف غني ته د نړیوالې سولې او امنیت په اړه د هغه د هڅو او همکارۍ د درناوي له کبله د نظامي ګنجوي نړیواله جایزه ورکړې ده.