تازه خبرونه
د آسترالیا اورلګیدنه د مرګوني کیدو په حال کې ده
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
له تېر ۲۰۱۹ کال د سپتمبرراپدیخوا د اور د غزیدو له کبله ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، لسګونه کسان ورک او د استوګنې ۱۵۰۰ ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.
په آسترالیا کې د اور د لمبو د راکمولو لپاره د دې هېواد لومړي وزیرسکات موریسن د ۳۰۰۰ سرتېرو د لیږلو اعلان کړی دی.