تازه خبرونه
د آسیا پرمختیايي بانک د برښنایي پروژو لپاره اتیا میلیون دالر مرسته کوي
له افغانستان سره د آسیا پرمختايي بانک د اتیا میلیون دالرو پر مرسته بامیانو او نورو مرکزي سیمو ته درې سوه میګاواته برښنا لیږدول کیږي، چې د لیږد د پروژو تړونونه یې نن له درې بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شول.
د افغانستان د برښنا شرکت رييس امان الله غالب وایي: تر دوه میاشتو به په سیمه کې کار پیل شي او ۱۸ میاشتې کار پرې کیږي.
په افغانستان کې د آسیا پرمختیايي بانک مسوولین وايي، چې مونږ له افغانستان سره د کرنې، ترانسپورت او انرژۍ په برخو کې خپله همکاري روانه ساتو.
په داسې حال کې، چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي؛ خو آسیايي بانک په دغه هېواد کې د بنسټيزو پروژو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د آسیایي بانک رييس سیمول تومیوا وایي: که څه هم مرستې لږ شوي؛ خو نړیوال آسیایي بانک ته بېخبنایي پروژې ډېر ارزښت لري، چې تر دې دمه یې د برښنا په برخه کې له ۵ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.
افغانستان د اړتیا وړ برښنا د مرکزي آسیا له هېوادونو واردوي؛ خو خلک نیوکه کوي او وایي: د وارداتي برښنا پر ځای باید په هېواد کې د برښنا لوی بندونه جوړ شي، چې هېواد پخپلو پښو ودریږي.