تازه خبرونه
د آسیا جام په سیالیو کې افغانستان دوه یم پړاو ته ووت
د آسیا جام سیالیو پر درېیمه ورځ افغانستان د سریلانکا کرکت ملي لوبډلې ته تېره شپه د ۹۱ منډو پر توپير ماتې ورکړه او یاده لوبډله له نورو سیالیو ولویده.
په دې سیالۍ کې افغانستان د سریلانکا لوبډلې ته په زړه پورې هدف وټاکه او بیا یې په پوره میړانه ترې ساتنه وکړ او په دې توګه د دغو لوبو دوه یم پړاو ته ورننوت.
له سریلانکا سره په لوبه کې رحمت شاه ۷۲ او شهیدي ۳۷ منډې جوړې کړې.
په پای کې افغانستان لوبډلې سره د زیاتو منډو جوړولو چانس و؛ خو ویکتې يې ژر له لاسه ورکړې او په ۵۰ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړیو په سوځیدلو ۲۵۰ منډو هدف وټاکه، چې د توپ اچونې برخې ته په کتلو یو مناسب او ښه هدف و.
د سریلانکا کرکت ملي لوبډلې اپول ترنګا ۳۶ او تیسارا پریرا ۲۸ منډې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان لوبډله خپله دوه یمه سیالي د بنګلدیش پر وړاندې د سپتمبر پر ۲۰ د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ ترسره کوي.
سریلانکا لوبډله له ګروپه ووته؛ بنګلدیش او افغانستان دوه یم پړاو ته لار وموندله.
د سې شنبې پر مازیګر څلور بجې په دوبۍ کې د آسیا جام تر ټولو تاریخي او په زړه پورې سیالي د پاکستان او هندوستان ترمنځ ترسره کیږي.