تازه خبرونه

د آریانا نیوز د نظرپوښتنې پایله سولې ته د خلکو د اړتیا ښکارندویي کوي-څارونکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو یو شمېر  څارونکي بنسټونه وایي؛ د آریانا نیوز او د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې نظر پوښتنې په ډاګه کړې، چې خلک سولې ته تږي دي.

آریانا نیوز د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) په ملاتړ په افغانستان کې د سولې او ټاکنو په اړه نظر پوښتنه وکړه، چې په پایله کې یې د پوښتل شویو کسانو نوي په سلو کې د ټاکنو په پرتله سولې ته لومړیتوب ورکړ.

د ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه وایي، چې د آریانا نیوز د نظر پوښتنې پایلې د دې ښکارندویې کوي، چې افغانان سولې ته تږي او له ټاکنو سوله غوره بولي.

د افغانستان د ټاکنو څار بنسټ غړی حبیب شینواری وایي، چې که په رښتیا سوله تلپاتې وي؛ باید ټاکنې ترې قربان کړو، خو که سوله نه راځي اساسي قانون باید پلی او ټاکنې تر سره شي.

د نظر خاوندان وايي، چې له ټاکنو وړاندې د جګړې ښکېلې خواې باید د سولې لپاره هوکړه وکړي او بیا ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

سیاسي کار پوه حکمت الله شهباز ویلي؛ که سوله کیږي باید ژر تر ژره وشي، چې طالبان هم ټاکنو ته خپل نوماندان ولري او که طالبان سوله نکوي بیا غوره داده، چې ټاکنې ترسره شي.

ځينې نور بنسټونه بیا وايي، چې ټاکنې یو د یموکراتیک بهیر دی او باید له سولې سره ونه تړل شي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ريیس یوسف رشید څرګنده کړې، چې د یو اصلاح شوي میکانیزم له مخې دې ټاکنې وشي او ټاکنیزې ډلې دې د سیالۍ ډګر ته راووځي؛ ځکه ټاکنې په هېواد کې د سولې د رامنځته کولو یوازنۍ لار ده.

د آریانا نیوز په نظر پوښتنه کې، چې د نی ادارې په ملاتړ تر سره شوې؛ پوښتل شویو خلکو غوښتي، چې له ټاکنو مخکې باید ښکېلې خواوې باید د سولې لپاره هوکړې ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version