تازه خبرونه
د آریانا نیوز سایت تر سایبري برید لاندې راغلی و
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د آریانا نیوز وب سایت نن له غرمې مخکې د هکرانو تر برید لاندې راغی او له دوه نیمو ګړیو راپدیخوا یې ژوندۍ خپرونې تر واک لاندې راغلې دي.
د هغو څرګندونو له مخې، چې تر لاسه شوي دغه برید د پاکستانیو هکرانو، چې ځان یې (Pak Cyber (Thunder معرفي کړی؛ لخوا تر سره شوی و او د آریانا نیوز ژوندۍ خپرونې یې هک کړې وې.
د آریانا نیوز د تخنیکي تيم پر هڅو دغه ستونزه حل شوه.
د یادونې ده، چې د آریا نیوز د پاڼې ټول مطالب خوندې دي.