تازه خبرونه
د آریانا نیوز په ستره مناظره کې د داکترغني او داکتر عبدالله مخامخ کیدل
ښاغلی نصیر فیاض او اغلې بصیره جویا به د آریانا نیوز په استازیتوب د دغې سترې ټاکنیزې مناظرې د ترسره کوونکیو او چلوونکیو په توګه هڅې کوي.
دغه ستره مناظره به د آریانا نیوز، آریانا تلویزیون، آریانا اف ایم، د آریانا نیوز اف ایم ، د آریانا نیوز یوټیوب چینل او آریانا نیوز ویبسایت څخه هم په ژوندۍ بڼه خپره شي.
سربېره پردې دغه مناظره په ګرځند آپلیکیشنونو کې هم د لاسرسي وړ ده.
عبدالله او غني د ۲۰۱۴ کال د جنجالي ټاکنو په پایله کې د ملي وحدت حکومت جوړ کړ او دواړو اړخونو د یاد حکومت د جوړولو لپاره د همکارۍ یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ. اوس دواړه د ۱۳۹۸ لمریز هجري کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان دي.
ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې پر شپږمه، چې د روانې سپتمبر میاشتې له ۲۸ سره برابره ده؛ تر سره شي
تاسې کولی شئ د دغې ټاکنیزې مناظرې ژوندۍ بڼه د آریانا نیوز یوتیوپ چینل له لاندې لینک څخه وګورئ!