تازه خبرونه

د آریانا نیوز په مناظره کې د داکترغني نه ګډون بېلابېل غبرګونونه راوپارول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د محمد اشرف غني دا پرېکړه، چې د آریانا نیوزپه ټاکنیزه مناظره کې یې له عبدالله عبدالله سره له مخامختیا ډډه وکړه؛ له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په آریانا نیوز کې د داکتر اشرف غني او داکترعبدالله عبدالله ټاکنیزې مناظرې ته بشپړ چمتووالی نیول شوی و. د ولسمشر غني ځانګړي ساتوونکي ساعتونه مخکې د بیات رسنیز مرکز ته ننوتي وه او ټاکل شوې وه، چې د ولسمشریزو ټاکنو دواړه نوماندان له ژمنې سره سم په مناظره کې ګډون وکړي؛ خو اشرف غني په وروستیو شېبو کې له ګډون ډډه وکړه او عبدالله عبدالله د هغه دا اقدام له ځواب ویلو تېښته وبلله.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه د ښاغلي غني دا کار د بیان آزادي ته نه ارزښت ورکول بولي، چې په وینا یې د میلیونونو وګړیو پوښتنو ته د هغه بې پامي ښیي. هغه پوښتنې، چې په ټاکنیزه مناظره کې باید پوښتل شوې وای.

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله وایي، چې دا د اشرف غني لومړنۍ تېښته ده؛ بله یې له ټاکنو وروسته ده.      

له دې خبرې وروسته د ښاغلي غني د ټاکنیزې ډلې ځینو غړيو، چې د بیات رسنیز مرکز تالار ته راغلي وه؛ تالار پرېښود او ان د عبدالله عبدالله له ملاتړیو سره یې لفظي شخړې وکړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون مشر محمد رفیع رفیق صدیقي په ډاګه کړې؛ دا کړنه تر څېړنو لاندې ده، چې ولې اشرف غني له عبدالله عبدالله سره په ټاکنیزه مناظره کې ګډون ونکړ.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ رسنیو ته ارزښت نه ورکول، د اساسي قانون موادو ته نه یوازې ژمنتیا نده، بلکې پر ځان مین کیدل هم دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې د عدالت غوښتنې څانګې مسوول صدیق الله توحیدي د ښاغلي غني دا کار د بیان آزادي ته نه ارزښت ورکول بولي او وایي، چې د میلیونونو وګړیو هغو پوښتنو ته د هغه بې پامي ښیي، چې ترې په ټاکنیزه مناظره کې باید پوښتل شوې وای.

له دې مناظرې څو ورځې مخکې د داکتر اشرف غني یوه سلاکار شاه حسین مرتضوي په خپلې ځانګړې فیسبوک پاڼه کې عبدالله عبدالله ته په کنایې کې ویلي وه، چې هغه به په وروستیو شېبو کې له مناظرې په شاتګ وکړي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکې  ټاکنیزې ډلې په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې وه، چې ښاغلي غني؛ ځکه په دې مناظره کې ګډون ونکړ، چې له عبدالله عبدالله سره دا مناظره بې پروګرامه او بې معنا وه؛ خو عبدالله عبدالله په دې مناظره کې فرصت پیدا کړ، چې د تېرو پېنځه کلونو د ډېرو ستونزو پړه پخپل دغه ټاکیز سیال واچوي.

Trending

Exit mobile version