پرمختګ او بشپړتیا

د آریانا افغان هوايي شرکت دوران ته ۶ نورې الوتکې هم ورزیاتیږي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۳۹۸)

د آریانا افغان هوايي شرکت ویلي، د فعالیتونو د معیاري کولو لپاره به په نږدې را تلونکي کی ۶ نورې الوتکې هم د خپلو هڅو دوران ته ورزیاتې کړو.

د آریانا افغان هوايي شرکت مسوولینو زیاته کړې؛ دمګړۍ په دې هوايي  شرکت کې څلور الوتکي هڅې لري، چې په نږ دې راتلونکي کې به  شپږ نورې  مسافر وړونکې نوي الوتکي هم  ورزیاتې شي.

د اریانا افغان هوايي شرکت رییس عالم شاه ابراهیمي څرګنده کړې، چې له دې شپږ الوتکو څخه څلور به د افغان حکومت له خوا پېریدل کیږي او دوه هغه الوتکې، چې د چین هېواد لخوا افغان ولسمشر ته ډالۍ شوې وې؛ هغه به هم د باختر هوايي شرکت او آریانا هوايي شرکت تر چتر لاندې خپلې هڅې پیل کړي.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، د آریانا افغان هوايي شرکت په تېر کې ډېرې لوړې ژورې لیدلي او له نوې رهبرۍ  هم هیله څرګندوي، چې باید دا ملي تصدي له مالي ستونزو وژغوري او له نړیوالو معیارونو یې برخمنه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سلیم توپان وایي؛ مونږ له نوې رهبرې هیله لرو، چې دا ملي تصدي ته له شته ستونزونه راوباسې. مونږ منو، چې اوس تر یوه بریده ستونزو ته لاسرس روان دی؛ خو باید باید چاري نوري هم پراخې شي.

د آریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وايي، ډېر ژر به دا شرکت له نړیوالو معیارونو او ریفورم برخمن شي او د یوې بهرنۍ کمپنۍ له خوا به په دې ملي تصدۍ کې کارونه پیل شي.

دوی دا ډاډ هم څرګند کړی، چې له مالي پلوه د دې شرکت پخوانۍ  ستونزې حل شوي او اوس د ځان بسیایني پر لور ډاډمن ګامونه پورته کوي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version