بلخ @ps
د بدخشان زیباک ولسوالي بیا امنیتي ځواکونو ونیوله
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بدخشان ولایت زیباک ولسوالي یو ځل بیا د افغانستان امنیتي ځواکونو ونیوله.
د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو ویاند جاوید سلیم وایي؛ د هغو درې ورځنیو عملیاتو په بهیر کې، چې د دې ولایت د زیباک ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره پیل شوي وه؛ زمونږ ځانګړي امنیتي ځواکونه نن غرمه مهال بریالي شول، چې د دې ولسوالۍ مرکز ته ځان ورسوي او زیباک له طالبانو یې بېرته ونیسي.
نوموړی زیاتوي، د دغو عملیات په بهیر کې د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو اووه سرتېري وژل شوي او وسلوالو طالبانو ته هم ځاني زیانونه رسیدلي؛ خو بشپړ شمېر یې څرګند شوی نه دی.
د زیباک ولسوالۍ د غویی پر اتمه د وسلوالو طالبانو په کنترول کې راغلې وه.