تازه خبرونه
د رستاخیز تغییر جنبش غړي بیا د پلازمېنې کابل سړکونو ته راووتل
له یوې لنډې دمې او چوپتیا وروسته نن بیا د رستاخیز تغییر جنبش پلویان د ښار سړکونو ته را ووتل او د حکومت پر خلاف یې خپل اعتراضي غږونه اوچت کړل. دوی د خیرخانې د لب جر څخه د ولسمشرۍ پر لوري لاریون پیل او ګلابي رنګه رپي یې ورپول.
دوی د موترو هارنونه کول او هڅه یې کوله، چې له دغې لارې خپل اعتراض وښيي.
دغه راز دوی وینه ورکوو؛ خو عدالت غواړو شعار هم راپورته کړ.
د رستاخیز تغییر جنبش غړی پرواني پر ارګ د واک د انحصار تور لګوي.
دوی خبرداری ورکوي، چې که حکومتي چارواکي له دندو ګوښه نه شي، نظام به ونړیږي. دوی امنیتي چارواکو او په ځانګړي توګه د ملي امنیت شورا د سلاکار د ګوښه کیدو او پر اعتراض کوونکیو د ډزو د څېړنې جدي غوښتنه کوله. که څه هم ارګ ته ورغلې لارې تړل شوې وې؛ خو اعتراض په سوله ییز ډول پای ته ورسید.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د اعتراض کوونکیو د غوښتنو په ځواب کې وايي، چې ډېر ژر به په حکومت کې اصلاحات را ولي.
په زنبق څلور لارې کې له ستر موتر بم برید وروسته د رستاخیز تغییر جنبش د حکومت پر خلاف اعتراضونه پیل کړل او غوښتنه کوي، چې حکومت باید عدالت او امنیت ټینګ کړي.
د اعتراض کوونکیو تېرې غونډې په تاوتریخوالي واوښتې او یو شمېر اعتراض کوونکي په کې ووژل شول؛ خو دا ځل اعتراضیه غونډه په سوله ییز توګه پای ته ورسیده.