تازه خبرونه
د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژنه منل شوې
د سوريې د بشري حقونو څارونکیو رویترز خبري آژانس ته ویلي؛ هغه معلومات تائید شوي، چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.
یوه میاشت مخکې د روسيې دفاع وزیر ادعا کړې وه، چې ښايي د داعش مشر د سوريې په اړوند رقه ښار کې د روسي ځواکونو په بمبارد کې وژل شوی وي؛ خو عراقي او امریکايي چارواکو دغه خبرونه نه ول تائید کړي.
د ابوبکر البغدادي د وژنې خبر له دې وړاندې هم څو څو ځلې رسنیو کې خپور شوی و.
د سوریې څارونکې ډله تائیدوي، چې بغدادي وژل شوی؛ خو په ډاګه شوې نه ده، چې پېښْه په کومه سیمه کې رامنځته شوې ده.
عراقي او کردي ځواکونو تر دې دمه د البغدادي د وژنې پخلی نه دی کړی.
د امریکا دفاع وزارت د البغدادي د وژنې په اړه تر دې دمه معلومات نه لري.
داعش هم د البغدادي د وژنې اړوند خبرونو په تړاو څه نه دي ویلي.
د ابوبکر البغدادي د وژنې خبرپه داسې مهال کې ورکول کېږي، چې عراقي ځواکونو د عراق دوه یم ستر ښار موصل هم د دغې ډلې له وسلوالو پاک کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې البغدادي د ۲۰۱۴ په جون کې د موصل له ښاره اسلامي خلافت اعلان کړی و.