تازه خبرونه

د تدارکاتو ملي ادارې ۱۳۴ کورني شرکتونه په تور نوملړ کې راوستي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د تدارکاتو ملي ادارې مسوولین وایي؛ ځینې هغه شرکتونه په تور نوملړ کې شامل شوي، چې سرغړونې او درغلۍ یې کړي او د دې شرکتونو د محرومیت له اړخه دوی د دولت بودجې ته درې میلیون دالر ګټلي دي.

افغانستان د تېرو کلونو په تدارکاتو کې د پراخ فساد پر دلیل ډېر مالي تاوانونه کړي او تل پر تدارکاتو نیوکې شوي دي.

د تدارکاتو ملي ادارې له فساد سره د مبارزې متخصص بختیار نجمان وایي، په کارونو کې روڼتیا راوستې راغلې او د ضمانتونو له اړخه درې میلیون دالر د دولت بودجې ته ګرزیدلي دي.

د نوموړي په وینا؛ د تدارکاتو په نظام کې محرومیت یو حقوقي اصل دی او ټول هغه شرکتونه، چې فساد کوي د قانو له مخې محرومیږي.

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازی غلام فاروق مجروح وایي، د ملي تدارکاتو اداره توانیدلې نده، چې د فساد په له منځه وړلو کې په سمه توګه عمل وکړي.

د تدارکاتو ملي اداره د ملي وحدت حکومت له جوړیدو وروسته په وزارتونو او سکتوري ریاستونو کې د مالي فساد د مخنیوي لپاره د ولسمشر په امر جوړه شوې ده.

Trending

Exit mobile version