بلخ @ps
د بدخشان پوهنتون محصل ځانوژنه کړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
چارواکو په ډاګه کړې، چې، د بدخشان ولایت پوهنتون د ټولنیزو علومو د درېیم ټولګي محصل ذبیح الله ځانوژنه کړې ده.
د بدخشان والي ویاند نیک محمد زیاتوي، چې د یاد پوهنتون د محصل مړی نن غرمه مهال د کوکچې سیند په غاړه موندل شوی دی.
د والي د ویاند د خبرو له مخې، تر اوسه د پېښې لامل څرګند شوی نه دي؛ خو د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د کوکچې اوبو بهارک او فیص آباد ته ښکلې طبیعي ښکلا ور په برخه کړې ده.
د کوکچې سیند د افغانستان په شمال کې ۳۶۰ کیلو متره غزیدلی دی، چې په ځینو برخو کې یې سور له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ مترو رسیږي.
دغه سیند د بدخشان ولایت د کران منجان ولسوالۍ له یخچالونو رابهیږي او د خواجه غار په سیمه کې آمو سیند ته ورګډیږي.