بلخ @ps

د تخار ولایت په خواجه غار کې ۱۸ وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په اړوند سیمو کې امنیتي ځواکونو، چې له ځمکني او هوایي ملاتړه برخمن ول؛ ۱۸ وسلوالو ته مرګ وژوبله اړولې او یو شمېر یې نیول شوي هم دي.

چارواکو څرګنده کړې، چې په یاده سیمه کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا توپان ۱۰ نومي عملیات روان دي.  

دوی په ډاګه کړې، چې د خواجه غار په قفلاتون، منچقور او قروق سیمو کې ۸ وسلوال وژل شوي، ۶ ټپیان دي او ۴ شکمن کسان نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې په دې نښتو کې عامو خلکو او امنیتي ځواکونو ته زیان ندی رسیدلی.

له تېرو څو ورځو راپدیخوا د تخار، کندوز او بغلان ولایت په اړوند سیمو کې نښتو یو شمېر خلک له کورونو بېځایه کړي او د دغو ولایتونو په ولسوالیو کې نښتې اوس هم روانې دي.  

Trending

Exit mobile version