بلخ @ps
د بدخشان ولایت پر زیباک ولسوالۍ د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
شاهین ۲۰۹ قول اردو مسوولینو ویلي؛ د بدخشان ولایت پر زیباک ولسوالۍ د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو، چې له درندې مرګ و ژوبلې سره هم مخ شوي دي.
د یادې قول اردو چارواکو ویلي؛ له بریدګرو سره په نښته کې، چې ۵ ساعته روانه وه د دوه تاجکستانیانو او دوه سرګروپانو په ګډون ۲۵ وسلوال مخالفان وژل شوي او د اته بهرنیانو په ګډون، چې ډېري یې تاجکستانیان دي ۲۸ طالبان ټپیان شوي دي.
د قول اردو چارواکو دا هم ویلي، چې په دې نښتو کې ۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.