تازه خبرونه
د ساختماني توکو په وارداتو کې ستندرد او معیار ته پاملرنه نکیږي
هېواد ته د ناستندرد ساختماني توکو واردات اوس هم د یوې سترې ستونزې په توګه پخپل حال پاتې دي.
د نورم او ستندرد خپلواکې ادارې مشر انجنیر وسیم قریشي وایي؛ هر کال د سلګونه میلیون دالرو پر ارزښت ساختماني توکي هېواد ته واردیږي، چی ډېر یې ستندرد او معیاری ندي؛ ځکه، نو د غیرقانوني شرکتونو د هڅو جوازونه باید بند شي.
د افغانستان د اوسپنې او ساختماني ټولنې ویاند محب الله محمدي وایي، چی تر یوه بریده بې کیفیته توکي بازار ته راځي؛ خو په ټوله کې دا خبره ردوي او څرګندوي، چې د ستندرد ادارې د بندر کارکونکي په فساد کی ښکېل دي.
د اقتصادی چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، چی د نورم او ستندرد په اداره کی پراخ فساد د دې لامل شوی، چی بازار ته ناستندرد توکي لار پیدا کړي.
د چارو پوهانو څرګنده کړې، چې حکومت او د نورم او ستندرد اداره باید د غیرقانوني توکو د وارداتو په برخه کې خپله څارنه زیاته کړي، چې بازارونو ته د ناستندر توکو د وارداتو مخه ونیول شي.
خبریال: اسلم حجاب