تازه خبرونه

د داعش پر هڅو د حکومت چوپتیا د پوښتنې وړ ده- ظاهر قدیر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد په ختیځ جلال آباد ښار کې بېړنی حالت حاکم دی؛ د جلال آباد ښار د ساتني مسوولیت د ملي پوځ په لاس کې دی او کور په کور د استوګنې سیمې هم پلټل کیږي.

خلک پوښتي، چې ولې جلال آباد ښار د داعش او نور وسلوالو ډلو د پام وړ ګرزيدلی او په آسانۍ کولی شي خپلو ښاري موخو ته ورسیږي؟!

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی او د دغه ولایت پخوانی والي په دیني مدرسو کې د داعش د غړیو هڅې او پر وړاندې یې د حکومت چوپه خوله پاتې کیدل د پوښتنې وړ بولي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ظاهر قدیر وایي، په دیني مدرسو کې په ښکاره داعش ته کمپاین کیږي، چې حکومت هم پرې خبر دی. همدلته یې د عملیاتو لپاره پروګرامونه جوړیږي؛ خو حکومت پرې چوپتیا غوره ګڼلې او خلکو ته یې پوښتنې رامنځته کړې دي.

د هېواد په ختیځ کې ننګرهار ولایت د داعش ډلې اصلي مرکز یادیږي او په جلال آباد ښار کې د تېرو څو خونړیو پېښو مسوولیت همدغې ډلې پر غاړه اخسیتی دی.

د ننګرهار پخواني والي سلیم خان کندوزی وايي، چې د ننګرهار په مدرسو کې داعش ډله د ځان په ګټه تبلیغات کوي او یو شمېر ښاري کړۍ هم ورسره همکاري لري.

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندوزی وایي؛ په ننګرهار کې مهمه داده، چې په مدرسو او جوماتونو کې باید د عالمانو پر هڅو کار وشي؛ ځکه له همدغو ځایونو د نظام پر ضد تبلیغات کیږي.

که څه هم د کورنیو چارو او دفاع وزارت د جلال آباد ښار د امنیتي ستوتونزو پر اوارۍ ټینګار څرګند کړی؛ خو د حکومت اجرائیه رییس نن د وزیرانو شورا په ناسته کې د دې ولایت اوسنی حالت د اندېښنې وړ یاد کړ.

د حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي، چې د ننګرهار امنیتي حالات او په ځانګړي توګه د جلال آباد اوسنی وضعیت د امنیتي چارواکو ځانګړې پاملرنه غواړي.

په دې وروستیو کې د ښار پر مرکزي ادارو د ځانمرګو بریدونو تر څنګ ګڼ شمېر نورې مرګونې پېښې هم شوي، چې ډېر شمېر کسانو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده. د دې پېښو په لړ کې تېرماښام د بهسود پله تر څنګ په یوه بله ورته پېښه کې د یوه پوځي پر وژل کیدو سربېره څلور نورهم ټپیان شول.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version