بلخ @ps
د تخار د درقد ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د تخار د درقد ولسوالۍ امنیه قومندان نن په یوه چاودنه کې ووژل شو.
سیمه ییز چارواکي وایي؛ د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۰) لس بجې د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ مخې ته د امنیه قومندان ډګروال عمر پر موتر چاودنه رامنځته شوې ده.
د تخار امنیه قومنداني پدې اړه له څه ویلو ډډه کوي؛ خو د تخار والي ویاند جواد هجري وايي، چاودنه د مقناطیسی ماین وه او په کې یوازې درې ملکي وګړي ټپيان دي.
عیني شاهدان وايي، په دې پېښه کې د درقد ولسوالۍ امنه قومندان ډګروال عمر وژل شوی دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه هیچا پغاړه ندي اخیستی.