تازه خبرونه
د بدخشان د غر ښویدنې په پېښه کې ۴۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي؛ د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۶) له غرمې مخکې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په شوکوه کلي کې پر یو شمېر کسانو د شګو د مینځلو پرمهال غر راوښویدلی او یو شمېر کسان یې لاندې کړي، چې ۳۰ مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، چې په دې سیمه کې لسګونه کسانو کار کاوه او د شګې له منځلو یی سره زر ترلاسه کول.
ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني اړوند بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د بدخشان په پېښه کې دې د بند پاتې کسانو په اړه ډاډمنې هڅې تر سره کړي.
دغه راز د حکومت اجرائیه رییس بېړنۍ کمیتې او سیمه ییزو چارواکو ته امر کړی، چې له خپلو امکاناتو څخه دې د اړوند پېښې ټپیانو او د هغو کورنیو ته ګټه پورته کړي.
سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې له فیض آباد سره د دغه ولسوالۍ ځمکنۍ لار د واورې له کبله بنده ده.