تازه خبرونه
د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق له دندې لیرې شو
ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرائیه ریاست د دوه یم مرستیال محمد محقق له ګوښه کیدو خبر ورکړی دی.
ولسمشرۍ په دې اړه په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست له دوه یمې مرستیالۍ څخه د محمد محقق د لیرې کیدو فرمان صادر کړ.
په دې فرمان کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم له مخې د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست د دوه یم مرستیال محمد محقق لیرې کیدل منظور دي.
له دندې څخه د ښاغلي محقق د لیرې کیدو په اړه اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې غبرګون ښودلی او په ډاګه شوې، چې بې ثباتي د هیچا په ګټه نده؛ ملي وحدت حکومت د دوه مخکښو ټاکنیزو ډلو تر منځ د هوکړې پر بنسټ رامنځته شوی، چې موخې یې د مشروع او د ډاډ وړ حکومت جوړول، د ثبات خوندي کول، د سیاسي اجماع درناوی، اصلاحات، همکاري او ګډې پرېکړې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د اجرائیه ریاست د دوه یم مرستیال محترم استاد محمد محقق لیرې کیدنه د ملي وحدت حکومت له جوړښت او سیاسي هوکړې سره په تضاد کې ده.
د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ د ملي وحکوت حکومت به د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو او د نوي مشروع حکومت تر جوړیدو خپلې هڅې او دندې روانې ساتي.
ملي وحدت حکومت هغه مهال، چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې بحراني شوې د کورنیو او بهرنیو شاهدانو په حضور کې رامنځته شو.
را په داسې حال کې ده، چې ښاغلی محقق دمګړۍ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په ټاکیزه ډله کې د دوه یم مرستیال په توګه نوملیکنه کړې ده.
ښاغلي محقق تل د حکومت له کمزوریو یادونه کړې او د ملي وحدت حکومت مشرانو ته یې د سمونونو د نه تر سره کولو په اړه ګوته نیولې ده.